افراشته 

غرغړندې وینیز غرونه،  وینې څښونکي دینمداران

کنړ د مظلومو خلکو او د نړېدلو څوکو سره په وینو کې ټوپ وهي، نورستان، ننګرهار او … بې له هر ډول ګناه په هغه وینیز مرداب کې د مرګ‌ ژوبلې او هژمون‌ پالو د جګړه‌ګرۍ او د طبیعت د ویجاړۍ له امله لالهانده پراته دي. خو زموږ پر خاوره واکمن دین‌ مداران، هماغه د قرآن طالبان او د شریعت پلي کوونکي، نه یوازې د دغو بې‌ګناهانو مرسته نه کوي، بلکې څوک نه پرېږدي چې د ملبې لاندې ټپي ښځې او یا جانباختگانو ته لاس ورکړي؛ ځکه د شریعت جوړونکي د صحرايی عربستان، د زر او څلور سوه کلونو پخوا له شا پاتې او له تمدن بې‌برخې عربو، داسې غوښتلي وو.

دغه له تکامل او انساني تمدن پردي دین‌پال واکمنان، سره له دې چې د ځمکپوهنې او زلزله‌ پوهنې علم تر سپوږمۍ رسیدلی، بیا هم زلزله د دې مظلوم او داغدیده خلکو د ګناه پایله بولي او پر دوی راغلې وینې تویونکې مصیبت د خدای عذاب ګڼي !!!؟؟؟

یا للعجب! دا عصر، دا زمان او دا اند!!!

موږ په یاد لرو چې د هند او پاکستان وروستۍ نښتې کې، دواړو اټومي قدرتونو یو د بل د وېرولو لپاره د ځمکې لاندې اټومي ازموینې وکړې. همدارنګه، د بمونو باران د سیمې په ګوټ ګوټ کې هر څوک نه هېرېږي. دا ډول ځمکېلاندې چاودنې او بمبارونه (د کشمیر غرونه له کنړ او نورو افغان غرونو سره جیولوجیک تړاو لري) د ځمکې د لاندې ډبرو پر جوړښتونو اغېز کوي او عادي نظم یې ګډوډوي. وروسته د ډبرو د بېځایه کېدو او د ځمکې د ژورو تکتونیکي خوځښتونو امکان ډېرېږي، چې پایله یې پر ځمکه د زلزلې او ښوېدنې په بڼه ښکاري او ستر تاوانونه اړوي. ښايي د کنړ زلزله، د افغانستان د جنوب او سوېل ختیځ لړزې او همدارنګه د هند او پاکستان وېروونکي سېلابونه د همدې ځمکېلاندې چاودنو له امله وي. البته کره او بشپړه خبره جیولوجیستان او زلزله‌ پوهان کوي.

موږ یوازې دا وایو چې زلزله او هره بله طبیعي آفت په افغانستان او د طبیعت په کومه برخه کې د انسان د ګناه له امله نه رامنځته کېږي. که داسې وای، نو امریکا، اسرائیل، اروپا، روسیه او نور د خپلو ټولو وینو، وژنو او وحشتونو له امله باید د ځمکې له مخې ورکې شوي وای؛ ځکه هغوی دایمي ګناهکاران، وینې بهونکي او ویجاړوونکي دي چې بشریت او ځمکه یې د نابودۍ پر لور بیولي دي. خو موږ ډاډه یو چې یوازې د هغو هېوادونو د خلکو پیاوړې لاسونه او د نړۍ د مظلومو ملتونو ځواک کولای شي هغوی ته د خپلو کړنو سزا ورکړي، نه کوم موهوم ماوراءالطبیعي قدرت.

سره له دې، موږ د طبیعت د جبارې ضربې او د وینې څښونکي دینمدارطالب   فشار له امله پر کنړ، ننګرهار، نورستان او د وطن د هرې ماتم‌ځپلې څنډې راغلي درد او رنځ د خپل غوښې او پوست، احساس او وجدان په زور درک کوو، له هغوی سره د غم په ګډون ولاړ یو او پر عاملینو د دې سترې اندوهناکې غمیزې لعنت وایو.